• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    په پروان کې د بېلابېلو سکټورونو تر ۲۰۰ زياتو ماليه ورکوونکيو ته د مالياتو د پوهاوي پروگرام جوړ او ترسره شو

    76318126080_n.jpg

    8 عقرب 1398
    دغه پروگرام چې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري جوړ شوی ؤ، د پروان مستوفي پوهنيار احمد امېد توکلي سربېره د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکيو د شکايتونو اورېدلو رئيس نېکمت الله خوستوال او د عامه پوهاوي همکارانو، د ولايتي شورا غړي الحاج خليل الله فضلي او د پروان ولايت د کسبگرو اتحاديې رئيس، د چاريکار ښاروال خواجه روح الله صديقي، د مستوفيت کارکوونکيو او گڼشمېر ماليه ورکوونکيو گډون کړی ؤ.
    په پيل کې مستوفي د عادلانه او پر خپل وخت د عوايدو د راغونډولو، د پروگرام د منځپانگې او د قانوني اسنادو په اړه د ماليه ورکوونکيو د پوهاوي د ارزښت په اړه په ټينگار کولو سره پروگرام پرانيست او ورپسې مالياتي شکايتونو او اعتراضونو ته د رسېدلو د څرنگوالي، د ماليې د بنسټونو او د هغو د سنجش د پوهاوي او د برېښنايي اظهارليک د وړاندې کوونکي سيسټم د آنلاين خدمتونو څخه د گټې اخيستلو د څرنگوالي په اړه د مالياتي شکايتونو د اورېدلو رئيس او د همکارانو له لوري مفصل معلومات وړاندې کړل.
    د يادولو ده چې د پروگرام په ترڅ کې ځينو مؤيانو ته هم وخت ورکړل شو چې خپل نظرونه، پوښتنې او وړانديزونه څرگند کړي او محسوسې اړتيا ته په پام کې نيولو سره مستوفي ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به د لا زياتې همغږۍ لپاره مستوفيت د بېلابېلو سکټورونو او اتحاديو له استازيو سره پرلپسې غونډې ترسره کوي.
    د پروگرام په پای کې ټولو گډونوالو ته د هغوی مالياتي پوهاوي د زياتوالي په موخه مالياتي قوانين (پر عايداتو باندې د مالياتو قانون، د مالياتي چارو د ادارې قانون) يو يو ټوک ډالۍ شول.