• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    امان الله امین

    IMG-20210511-WA0003.jpg

    امان الله امین دپردل زوی پر ۱۹۸۵ زېږدیز کال د لوگر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په سرخاب کلي کې دې نړۍ ته سترگې غړولې دي او خپلې زده کړېيې د بکلوریا تر کچېکال پر ۲۰۰۵ زېږديز کال په پېښورکې سر ته رسولې دي. امین پر ۲۰۰۹ زېږديز کالد لېسانس تر کچې لوړې زده کړې د ننگرهار پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې سر ته رسولې دي او پر ۲۰۱۵ زېږديز کال يې د کاردان پوهنتون د سوداگرۍ او ادارې په برخې کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی.
    نوموړي لومړنۍ دنده پر ۲۰۰۹ زېږديز کال د USAID په پروژې کې د تفتيش مسؤل په حيث پيل کړه. په همدې ډول پر ۲۰۱۰ زېږديز کال د افغانستان له پاره د سويډن کمیټې د کورني تفتيش د مسؤل او وروسته تر ۲۰۱۸ زېږديز کال پورې د نوموړې کمیټې د محاسبوي آمر، پر ۲۰۱۸ زېږديز کال د ماليې وزارت اړوند د مالي او حسابۍ رياست د محاسبې آمر او پر ۲۰۱۹ زېږديز کال د صنعت او سوداگرۍ وزارت د مالي او اداري رئيس دندې ترسره کړې دي.
    امان الله امين له (۰۵/۰۸/۲۰۱۹) تر (۲۵/۰۲/۲۰۲۰) پورې د ماليې وزارت د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست رئيس او له (۲۶/۰۲/۲۰۲۰) تر(۲۸/۱۲/۲۰۲۰) پورې د آريانا افغان هوايي شرکت د خدمتونو او اداري مرستيال دندې ترسره کړې دي.
    ښاغلی امين د ۲۰۲۱ زېږديز کال د مارچ په مياشتې کې د جلالتمآب ولسمشر د حکم پر بنسټ د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د غيرمالياتي عوايدو رئيس وټاکل شو چې اوس هم د دغه رياست دنده پر غاړه لري.