• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    محمد انیس پناه

    محمد انيس پناه د حضرت گل زوی چې پر ۱۳۶۱ لمريز کال د هرات ښار په يوې منځنۍ کورنۍ کې نړۍ ته سترگې غړولې دي. هغه خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې د هرات ولايت د سلطان غياث الدين غوري په لېسې کې زده‌کړې دي او پر ۱۳۸۵ لمريز کال د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه د کادر په درجه فارغ شوی دی. پر ۱۳۸۶ لمريز کال د (پي آر آر) د آزادې سيالۍ د ازموينې تر تېرولو وروسته د نهه‌نوي نومرو په اخيستلو سره د هرات ولايت په مستوفيت کې د ماليې وزارت کارکوونکی او پر ۱۳۸۹ لمريز کال د آزاد رقابت له لارې د هرات مستوفيت د منځنيو ماليه ورکوونکيو آمر وگومارل شو.
    پناه پر ۲۰۱۰ زېږديز کال ماليزيا ته ولاړ او د ماليزيا مالياتو آکاډمۍ کې يې مالياتي سيسټمونه زده‌کړل او وروسته د امريکا متحدو ايالتونو، سويس، ترکيې، لبنان، اردن، د عربي متحدو اماراتو، قزاقستان او ايران ته يې د بين المللي سټنډرډونو او د مالياتي سيسټمونو د ليدلو لپاره رسمي سفرونه کړي دي او د افغانستان د مالياتي سيسټمونو د ښه کولو په برخې کې يې ترې گټه اخيستې ده.
    هغه په لومړنيو کسانو کې راځي چې د افغانستان د نوي مالياتي سيسټم (د خپل ځان د ارزوونکي سيسټم) د تطبيق په برخې کې يې همکاري کړې ده او د هېواد ولايتونو ته يې زيات سفرونه کړي دي. هغه د دولتي ماموريت او دندې تر څنگ په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې استاد پاتې شوی او تل يې هڅه کړې چې خپلې زده‌کړې او تجربې له ځوان نسل سره شريکې او ورولېږدوي.
    ښاغلی پناه پر ۲۰۱۴ زېږديز کال د افغانستان اسلامي جمهوريت د ماليې وزارت په مالي ملاتړ خپله ماسټري د سويس له جينيوا پوهنتون څخه اخيستې ده او خپل تيزيس يې د مالياتي فرهنگ د دودولو او د ماليه ورکوونکيو د غاړه اېښودلو د پياوړتيا په اړه ليکلی دی.
    نوموړی د ماليې وزارت د مقام د وړانديز او د جمهوري رياست د عالي مقام د ۱۳۳۶ گڼه حکم پر بنسټ د عوايدو لوی رياست د ولايتي عوايدو د انسجام او انکشاف رياست د دويمې رتبې په بست کې وگومارل شو.
    نوموړی د آزادې سیالۍ د ازموينې تر ورکولو او برياليتوب وروسته د ماليې وزات په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۳/ ۰۹/ ۱۳۹۹ نېټې د ۳۲۳۴ ګڼه حکم پر بنسټ د عوایدو د بررسۍ ریاست ته د دويمې رتبې په بست کې پر دنده وګومارل شو.
    هغه د عوايدو په راټولولو کې پنځه عمده لاندېنۍ موخې لري:
    ۱. پر خپل وخت او په سم ډول د عوايدو راټولول.
    ۲. پر خپل وخت او د مسلکي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د ماليه ورکوونکيو د رضايت جلبول.
    ۳. له فساد سره د مبارزې او د روڼتيا د پياوړتيا لپاره د برېښنايي سيسټمونو تطبيقول.
    ۴. په پلازمېنې (مرکز) او ولايتونو کې د کړنو يوشانوالی.
    ۵. د ولايتي همکاران د مسلکي وړتياؤ لوړول او د تجربو تبادله.