• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    احسان الله هلالي

    Ehssanullah Hilali.JPG

    احسان الله هلالي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د لويو مالیه ورکوونکيو رئیس دی چې دندييز يا کاري سفر يې د کانرډ اډيناور نومي جرمني بنسټ کې پیل کړ.
    ښاغلی هلالي د ماسټرۍ دوه سندونه تر لاسه کړي دي چې لومړۍ ماسټري یې د افغانستان د امریکايي پوهنتون څخه د ادارې او سوداگرۍ (MBA) په برخې کې پر ۱۳۹۵ لمريز کال تر لاسه کړې ده او دويمه ماسټري یې د قرغزستان د منځنۍ اسیا نومي پوهنتون څخه د اقتصادي پالیسۍ په برخې کې د ۱۳۹۷ لمريز کال په وروستيو کې بشپړه او حاصله کړې ده.
    احسان الله هلالي د ۱۳۹۵ لمريز کال د سلواغې میاشتې کې د مالیې وزارت اړوند د مالي او حسابي چارو ریاست کې د بوديجې د آمر پردنده و گومارل شواو وروسته وروسته يې د مالي ارشد متخصص او انکشافي بوديجې (SDU) د آمريت، د نقدي پلان جوړونې او مالي ادارې معلوماتي سیسټم (AFMIS) د رئيس او د آریانا افغان هوايي شرکت د مالي مرستیال پر څوکيو هم دندې ترسره کړې دي.
    ښاغلي هلالي د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د تحصیلي دورې پر مهال د فرید مقصودي د ۱۳۹۵ لمريز کال د ټولنیزې کارموندنې جایزه چې د یوه نوي نظر په توگه وکولی شي په افغانستان کې د ټولنیز کسب او کار په وړاندې شته ستونزه حل کړي، تر لاسه کړې ده.
    د مالیې وزارت د محترم مقام د وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۹لمريز کال د مرغومي میاشتې د (۲۹۳۴) گڼې حکم پر بنسټ ښاغلی هلالي د لويو مالیه ورکوونکيو رئیس وټاکل شو.