حبیب الله امین
ښاغلی حبیب الله امین د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د سپټمبر په ۲۳مه نیټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني لخوا د منځنیو مالیه ورکوونکو د رئیس په توګه وګمارل شو.
ښاغلي امین خپله ماسټري د اسټرالیا هیواد له کوئینزلنډ پوهنتون څخه د نړیوال اقتصاد او مالي چارو (M.IntEcon & Fin) په برخه کې او د لیسانس سند یې د هند هیواد له پونا پوهنتون څخه د مالي او سوداګریز مدیریت په برخه کې ترلاسه کړی دی.
ښاغلی امین په مالیې وزارت کې د مالي چارو په مدیریت کې پراخه پوهه او تجربه لري. د منځنیو مالیه ورکوونکو د رئیس په توګه له دندې څخه وړاندې، نوموړی د کوچنیو مالیه ورکوونکو رئیس، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس، د عوایدو او ګمرکونو معین د تخنیکي سلاکارپه توګه او همدا راز د افغانستان د پراختیا ملي استراتيژۍ په برخه کې د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د تخنیکي سلاکار په توګه خدمت کړی دی.
ښاغلي امین په خپله دنده کې تر دې دمه په عمده ډول د مالیاتو د بنسټ پر پراختیا، د مالیاتو د داوطلبانه اطاعت پذیرۍ د ښوالي او د دولت د عوایدو پر زیاتوالي باندې تاکید کړی دی. ښاغلي امین د معلوماتي تکنالوژۍ، د همکارۍ د تخنیکونو او د ذینفعانو د فعال تعامل په کارولو سره اصلاحاتي نوښتونه د مالیاتو راټولول د ساده کولو په موخه رهبري او تطبیق کړي دي. د نوموړي دغه ټولې هڅې د عوایدو په راټولولو کې د روڼتیا زیاتوالي او پر دولتي بنسټونو باندې د خلکو باور زیاتولو په موخه ترسره شوي دي.
د نوموړي د همکاریو او لاسته راړونو په پار، د افغانستان د جمهوري ریاست عالي مقام ښاغلی اندړ په لومړی درجه ستاین لیک باندي نازولی دی. د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست کې د فعالیتونو ترڅنګ، نوموړی د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونې، د افغانستان د صنعتګرانو او سوداګرو انجمن او همدا راز د ملي شورا د مشرانو جرګې لخوا هم ستایل شوی دی.