• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    ناهيد ناجي روزبه

    2343233.jpg

    ناهيد ناجي روزبه د غلام يحيی خان لور چې د هرات ښار په اتمې ناحيې کې زېږېدلې ده.
    نوموړې خپلې لومړنۍ زده‌کړې د هرات د امير علي شېر نوايي په عالي لېسې کې په لوړې درجې سره سر ته ورسولې او د لېسانس دوه ډيپلومونه لري چې يو يې د هرات د جامي پوهنتون څخه د حقوقو او سياسي علومو او بل يې د هرات پوهنتون څخه د عامه پاليسۍ او ادارې په برخو کې تر لاسه کړي دي او همدا راز يې د ماسټرۍ سند د کابل د پيام نور پوهنتون څخه د دولتي مديريت په برخې کې تر لاسه کړی دی.
    هغې د لوړو زده‌کړو او په دولتي چارو کې د غوره او مسلکي تجربو په لرلو سره شاوخوا لس کاله د هرات مستوفيت د عوايدو او بېلابېلو مالي بستونو د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي او وروستۍ دنده يې د هرات ولايت د مستوفيت د کوچنيو ماليه ورکوونکيو آمريت ؤ.
    مېرمن ناجي پر لوړو زده‌کړو سربېره د هندوستان، چين، ايران او… هېوادونو په بېلابېلو روزنيزو سيمينارونو کې فعال گډون کړی او زياتې تقديرليکونه او ستاينليکونه يې تر لاسه کړي دي.
    آغلې ناجي له نوي نسل سره د خپلې پوهې او تجربې د شريکولو په موخه د خصوصي سکټور په برخې کې د يوه استادې په توگه د هرات د جامي پوهنتون کې د مديريت او اقتصاد مضامين هم تدريس کړي دي.
    آغلې ناهيد ناجي روزبه اوسمهال تازه په تازه د کوچنيو ماليه ورکوونکيو يا د مرکزي زون د عوايدو رئيسه گومارل شوې ده او خپله دنده ترسره کوي.