• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مصطفی خلازايي

    Mustafa Khalazaie.JPG

    مصطفی خلازايي د جان محمد “خلازايي” زوی چې پر ۱۳۶۷ لمریز کال دې نړۍ ته سترگې غړولې دي. ده خپلې لومړنۍ زده¬کړې په اماني عالي لېسې کې سر ته ورسولې او د کانکور تر ازموينې وروسته د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته بریالی شو. نوموړي د آزادې سيالۍ له لارې او د امريکا د (Ball State) پوهنتون په تخنيکي ملاتړ د کابل پوهنتون د سوداگرۍ او ادارې څانگې د ماسټرۍ پروگرام ته لار ومونده او پر ۱۳۹۶ لمريز کال يې د ماسټرۍ کچې لوړې زده‌کړې پای ته ورسولې.
    ښاغلي خلازائي له ۲۰۰۹ زېږديز کال راهیسې په خصوصي او عامه سکټورونو کې پر مختلفو څوکيو باندې لکه د مالي ریاست مرستیال، عملیاتي رئیس، د سوداگريزو چارو رئیس، د سوداگریزو چارو سلاکار، د اداري چارو مرستيال او سوداگريزو چارو مرستیال دندې ترسره کړې دي چې په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ د مالیې وزارت د عوایدو لوی رياست اړوند د عوايدو د سيسټم سرپرست رئیس وگومارل شو.
    نوموړي د مالي مدیریت، د سوداگريزو چارو ادارې، د سوداگرۍ پراختیا، د عملیاتو مدیریت، د ستراتيژيک مدیریت او پلان جوړونې په برخو کې مسلکي زده¬کړې حاصلې کړې دي چې لاسته راوړنې یې په ریفورم، د سازمان جوړونې تغيير، د نفتي توکيو د ادارې د عوایدو 300٪ لوړوالی، د هایډروکاربنونو قانون، د اداري فساد په وړاندې مبارزه، د نفتو د تنظیم ادارې طرحې او د نفتو ملي شرکت په څانگو کې لیدلی شو. همدا راز په عامه او دولتي سکټورونو کې د ده د دندو پر مهال د برياؤ او لاسته‌راوړنو له امله ده ته مسلکي او د اعتماد وړ پېژند وربښلی دی چې په همدې سبب يې له بېلابېلو دولتي او نړيوالو مراجعو څخه تقديرليکونه او ستاينليکونه هم تر لاسه کړي دي.