د مالیاتي شخړو د حل بورډ لومړنۍ غونډه ترسره شوه
6 عقرب 1398
د مالیاتي شخړو د حل بورد غړيو د پېژندنې غونډه د ۱۳۹۸ لمريز کال د لړم مياشتې پر شپږمې نېټې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې چې د عوایدو لويې رئیسې، د عوایدو رئیسانو او د مالي معینیت استازيو ګډون درلود، ترسره شوه.
د مالیاتي شخړو د حل بورډ چې مخکې له مخکې یې طرحه جوړه شوې وه، د دغه بورډ غړي د آزادې سيالۍ په ترڅ کې د ماليې وزارت په وړانديز او د جمهور رئیس په منظورۍ مقرر شوي دي.
د مالیاتي شخړو د حل بورډ د مالیه ورکوونکيو شکایتونو ته د رسېدولو لپاره جوړ شوی دی او چې مالیه ورکوونکي د مالیاتي ادارې پر تصمیم رضایت ونهلري، خپله موضوع د مالیاتي شخړو د حل بورډ ته عارض کېدلی شي.
د مالیاتي شخړو د حل بورډ یو خپلواک بورډ او پېنځه غړي لري.
په دغې غونډې کې د غړيو تر پېژندګلوۍ وروسته د دغه بورډ د راتلونکيو پلانونو په اړه پرېکړه وشوه چې د مالیاتي شخړو د حل بورډ راتلونکي پلان کې د د بورډ په اړه د عامه پوهاوی کمپاین، د مالیه ورکوونکيو د پوهاوي په اړه ولايتي سفرونه او خپل کاري راپور به د مالیې وزارت مقام وړاندې کوي.