• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی ریاست

    د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عوایدو د پالیسیو د مدیریت، تحلیل او ارزونې، ادارو ته د تخنیکي اسانتیاؤ د چمتو کولو، د مرحلو د پر مخ وړل کېدونکيو چارو د اسانولو، د عامه او خصوصي مشارکت پراخولو او نورو دندو د ترسره کولو په موخه د مالیې وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي.
    د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د خدمتونو او عامه بنسټونو په تمويل سره د معياري فزيکي بنسټونو کمښت، په ټيټو معيارونو عامه خدمتونو ته د لاسرسي د کمښت، د پرمختيايي پروژو د کموالي، د خدمتونو په وړاندې کولو او د عامه بنسټونو په برخو کې د دولتي ادارو د ظرفیتونو د ټيټوالي او پر بهرنيو مرستو باندې د تکيې ستونزو ته د حل لارې ومومي.
    په همدې ډول، په هېواد کې له شتو فرصتونو څخه استفاده نه کول او همدارنگه د هېواد په کچه د کورني او بهرني خصوصي سکټور لپاره د پانگونې د ښو فرصتونو نه شتون هغه ستونزې دي چې د افغانستان دولت ورسره مخ دی. نو له همدې امله د افغانستان حکومت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې تر ډېره بريده دغه ستونزې هوارولی شي.

    زموږ لرلید
    د پوهو ماليه ورکوونکيو د خپل ځاني سنجونې پر بنسټ د داوطلبانه اطاعت پذيرۍ د کولتور رامينځته کول.
    د پوهو او باتجربه کارکوونکيو له لوري د مسلکي او پر خپل وخت د ځواب ورکوونکيو خدمتونو وړاندې کول.

    زموږ هدف
    د بازارموندنې مقاصد
    د ۱۳۸۷ لمریز کال د “پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون” پر بنسټ، د عوایدو لوی ریاست په پام کې لري چې د ماليه ورکوونکيو او مالیاتي کارکوونکيو له لوري مالیاتي معاملې له دوامداره پانگونې سره د لاندې مواردو د حمایت په موخه تغيير کړي:
    ۱- د خپلې ځاني سنجونې او پوهو ماليه ورکوونکيو له لیارې د اطاعت پذيرۍ کولتور رامينځته کول چې ماليه ورکوونکي په خپله خپلو مالياتي مکلفيتونو ته لاسرسی ولري، خپله ټاکلې ماليه په سمه توگه او پر ټاکلي وخت ورکړي، د وخت د ضايع مخه ونيسي او له جريمو څخه ځانونه وژغوري.
    ۲- د ښو او مسلکي فعاليتونو له مخه ماليه ورکوونکيو ته د خدمتونو د وړاندې کولو کولتور رامينځته کول او له دې ليارې د ماليه ورکوونکيو غوښتنو ته ځواب ويل او ورسره مرسته کول.

    زموږ ژمنه
    د عوايدو لوی رياست د خپلو پالیسیو، کړنلارو او پانگې اچونې له مخه لاندېنۍ ژمنې لري:
    ۱- په خپله خوښه د قوانینو د پيروۍ مفهوم ساده، چټک او ارزانه کول.
    ۲- په صادقانه او عادلانه توگه او په آزادې فضا کې د مالیاتي معاملو ترسره کول.
    ۳- د مسلکي خدمتونو وړاندې کول.
    ۴- د مالیه ورکوونکيو اړتیاؤ او نظریاتو ته پاملرنه او اړوند ځواب ورکول.
    ۵- د مالیه ورکوونکيو د پیسو او محرمو معلوماتو ساتل.
    ۶- د عوایدي خطرونو پېژندل او کمول.