• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    په کونړ ولایت کې ولايتي عوایدي کمېټې غونډه وکړه

    7856_n.jpg

    16 میزان 1398
    د کونړ ولايت مقام د غونډو په تالار کې د ولايتي عوايدو ادارو سره د مرستیال والي ډاکټر گل محمد بیدار تر رياست لاندې د ولايتي عوایدي کمېټې غړيو غونډه وکړه.
    د غونډې په پیل کې د کونړ مستوفي محمد طاهر ساپي د عوایدو پر وضعیت او تحليل باندې هراړخیزه وینا وکړه.
    ورپسې د کونړ مرستیال والي بيدار له قوماندانۍ څخه وغوښتل چې هغه کسان د قانون منگولو ته وسپاري چې د مالیې له ورکولو څخه تېښته کوي.
    نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ټولې عوايدي ادارې مکلفې دي چې د عوايدو د راټولولو په برخې کې جدي هڅې وکړي او که چېرې يوه اداره د مستوفيت له لوري د ټاکل شوي عوايدي پلان سره عوايدي کسر ولري، نو له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.