• زموږ مالیه - زموږ هېواد - زموږ راتلونکی info@ard.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    نېک محمد "محبي"

    Neak Mohammad Mohibi.JPG

    ښاغلی نېک محمد “محبي” د عامه مالي مدیریت، بودیجې، د زېربنايي پروگرامونو او پروژو مدیریت، مالي مديريت، د پرمختيايي پروژو د پروگرامونو د جوړولو د مديريت او تدارکاتو او د نړيوالو مرستو د همغږۍ او مؤثريت په برخو کې پراخه تجربه لري.
    ښاغلي محبي د افغان امریکايي پوهنتون (American University of Afghanistan= AUAF) څخه د ادارې او سوداگرۍ په برخې کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی. نوموړی شاوخوا درې کاله د اسیا پرمختیايي بانک (Asian Development Bank) کې د پروژې د لوړپوړي مدير په توگه کار کړی دی او مخکې له دې يې د مالیې وزارت د بودیجې ریاست د زېربناؤ او طبیعي سرچینو سکټور د ادارې مسؤلیت پر غاړه درلود.
    ښاغلي محبي له ملي او نړیوالو سازمانونو سره په پراخه کچه اړیکې لري او د زېربنایي سکټور د پروگرام لکه د انرژۍ او ټرانسپورټ سکټورونو برخو په پراختيا کې غوره او فعال رول لوبولی دی او همدارنگه له مرکزي اسيا څخه سوېلي اسيا (CASA-1000) ته د سيمييزې انرژۍ پروژې کې فعال غړيتوب درلود.
    ښاغلي محبي په ډېرو کلیدي ورکشاپونو لکه د پيسو نړیوال وجهي صندق (IMF) د اقتصادي پالیسيو او لوی اقتصاد مديريت او د اسيايي پراختيايي بانک د تدارکاتو او د پروژو د ډيزاين او مديريت په برخو کې برخه اخیستې ده. پر دې سربېره نوموړي د اسیايي پراختیايي بانک څخه د تدارکاتو په برخې کې اعتبارنامه (Accredition) تر لاسه کړې ده.
    ښاغلی محبي د ۲۰۱۸ زېږديز کال د می له میاشتې راهیسې د مالیې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د لویو مالیه ورکونکيو د رئیس دنده پر مخ وړي.