• زموږ مالیه - زموږ هېواد - زموږ راتلونکی info@ard.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    امان الله "امین"

    Amanullah Amin.jpg

    امان الله “امین” د پردل زوی پر ۱۹۸۵ زېږدیز کال د لوگر ولایت د محمد‌آغې ولسوالۍ په سرخ‌آب کلي کې دې نړۍ ته سترگې غړولې دي او خپلې زده‌کړې يې د بکلوریا په کچه پر ۲۰۰۵ زېږديز کال په پېښور ښار کې سر ته رسولې دي. نوموړي پر ۲۰۰۹ زېږديز کال خپلې لوړې زده‌کړې د لېسانس په کچه د ننگرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي کې حاصلې کړې دي او پر ۲۰۱۵ زېږديز کال يې خپله ماسټري د کاردان پوهنتون د سوداگرۍ او ادارې په برخو کې سر ته رسولې ده.
    ښاغلي امين خپله لومړۍ دنده پر ۲۰۰۹ زېږديز کال د امریکا متحدو ایالتونو نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) په يوې پروژې کې د تفتیش مسؤل په حیث شروع کړه او پر ۲۰۱۰ زېږديز کال د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د کورني تفتیش مسؤل او تر هغه وروسته له ۲۰۱۰ زېږديز کال راهيسې تر ۲۰۱۸ زېږديز کال پورې د نوموړې کمېټې د محاسبوي آمر دنده پر مخ وړې ده.
    امان الله “امین” پر ۲۰۱۸ زېږديز کال د مالیې وزارت اړوند د مالي او حسابي رياست د محاسبې آمر دنده ترسره کړې ده او پر ۲۰۱۹ زېږديز کال د صنعت او سوداگرۍ وزارت د مالي او اداري رئيس دنده پر مخ وړې ده.
    په دې وروستيو کې نوموړی د جلالتمآب ولسمشر د حکم پر بنسټ د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د مرکزي زون د عوايدو يا د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس وگومارل شو چې لا هم د دغه رياست دنده پر غاړه لري.