• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د سيسټم د پراختيا او د اداري فساد د مخنيوي د اجرائيوي کمېټې غونډه

    24 سنبله 1398
    د سيسټم د پراختيا او د اداري فساد د مخنيوي د اجرائيوي کمېټې د کاري ډلې ديارلسمه غونډه د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي تر رياست لاندې د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې وشوه.
    په دې غونډې کې د مخکېنۍ غونډې د مصوبو پر کتلو سربېره د اداري فساد پر ضد د څار او ارزونې د گډې خپلواکې کمېټې پر سپارښتنو هراړخيز بحث ترسره شو.
    د ښاروالۍ رياست د پاتې اوو سپارښتنو کُلي گزارش، د کانونو او پټروليم وزارت څخه د مېک کمېټې د کتنې لنډ گزارش، د صنعت او سوداگرۍ وزارت پر يوې سپارښتنې بحث او د افغانستان باک د دغې غونډې بنسټيز موارد وو.
    پر دغو سپارښتنو سربېره، د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د کابل ښاروالۍ رياست، د برېښنا شرکت، د افغانستان بانک، د افغانستان د تېلو او غازو د تنظيم ادارې او د افغانستان د مُلکي هوايي چلند ادارې اړوند نورې سپارښتنې د اداري فساد پر ضد د څار او ارزونې د گډې خپلواکې کمېټې د استازيو په حضور کې وړاندې شوې.
    په دغې غونډې کې د سپارښتنو ند بشپړولو لپاره هراړخيز بحثونه ترسره شول او د هغو سپارښتنو تفکيک هم د اداري فساد پر ضد د څار او ارزونې د گډې خپلواکې کمېټې له لوري د تائيد وړ وگرځېد چې مخکې بشپړې شوې دي.