• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د کارکوونکي د ستاينې او قدرونې غونډه

    24 سنبله 1398
    د عوايدو لوی رياست د يوې غونډې په ترڅ کې د ۱۳۹۷ مالي کال د غوره کارکوونکيو ستاينه، تقدير او د شاباسي ويلو مراسم پر ځای کړل. دغه غونډه د دې رياست د عوايدو لويې رئيسې، رئيسانو، آمرينو، مديرانو او کارکوونکيو په شتون کې جوړه او ترسره شوه.
    په پيل کې د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د عوايدو لوی رياست د کارکوونکيو د يوه يوه ترسره کړي کار مننه وکړه او په خپلو خبرو کې يې د عوايدو لوی رياست د تېر يوه کال د هغو برياؤ، لاسته‌راوړنو او خدمتونو يادونه وکړه چې د دغه رياست د کارکوونکيو لپاره ترسره او حاصل شوي وو.
    دغه غونډه د عوايدو لوی رياست د رئيسانو له لوري د ۱۳۹۷ مالي کال غوره کارکوونکيو ته د تقديرليکونو او ستاينلکونو په ډالۍ کولو سره پای ته ورسېده.