• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

    20 عقرب 1404
    د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
    دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د خصوصي سيکټور د هڅوني او ملي تولیداتو ته د بازار موندني په موخه د عقرب پر (۱۹) مه نېټه پرانیستل سو.
    په یاد نندارتون کي د عوایدو لوی ریاست استازو د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه ځانګړې غرفه جوړه کړې ده، چي په دغه غرفه کي د مالیاتو اړوند کتابونه، بروشرونه، د افغانستان مالیاتي پروفایل، اخبارونه او مجلې نندارې ته وړاندي او ننداره کوونکو ته ووېشل سول.
    د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست تل هڅه کوي، چي له هر ممکنه فرصت څخه د خلکو د پوهاوي له پاره ګټه واخلي؛ تر څو د مالیې راټولولو بهیر لا پیاوړی، ملي بودیجه زیاته او هیوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندي سي.
    دغه نندارتون به د عقرب میاشتي تر (۲۱)مي نېټې پوري دوام وکړي، چي د عوایدو لوی ریاست د استازو له لوري به ننداره کوونکو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او مالیاتي پروسو اړوند بشپړ معلومات وړاندي سي.