• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کورنیو چارو وزارت سره د غیرمالیاتي عوایدو زیاتوالی په اړه غونډه

    29 جوزا 1398

    د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د ۴، ۵، ۶، ۱۶، ۱۷ گڼو مصوبو او د اقتصادي عالی شورا ۲۲ گڼې مصوبې چې د عوایدو پر زیاتوالي، د نویو عوایدي سرچینو پر موندلو او د عوایدو له ضایع کېدو څخه پر مخنیوي باندې ټینگار کوي، د تطبیق په اړه د کورنیو چارو وزارت له امنیتي ارشد مرستیال خوشحال سادات سره د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معين عبدالله رقیبي غونډه وکړه.
    په پيل کې رقیبي د پورتنيو مصوبو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د کورنیو چارو وزارت د عوایدو زیاتولو په اړه یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.
    ورپسې سادات د دغه وزارت د عوایدو په اړه لنډ معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د کورنیو چارو وزارت به د خپلو عوایدو د زیاتوالي په برخې کې خپله پوره هڅه وکړي. د غیرمالیاتي عوایدو د زیاتوالي په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو او د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د دواړو ادارو گډ کاري ټیم تشکیل او د کورنیو چارو وزارت د عوایدو د زیاتېدو په اړه یوه طرحه ترتیب کړي چې اړوندو مراجعو ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.
    د یادونې وړ ده چې په دغې ناستې کې د مالیې وزارت د غیرمالیاتي عوایدو رئیس خلیق الله هم گډون درلود.