• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو عملیاتي مرستیال د کوچنیو مالیه ورکوونکو له ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه!

    25 سرطان 1404
    یاده ناسته د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال، د کوچنیو مالیه ورکوونکو رئیس او د ۲۲ مالیاتي حوزو آمرینو په ګډون ترسره سوه.
    غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. د عوایدو عملیاتي مرستیال انجینر خان محمد ذاکر ګډونوالو ته د اخلاص، صداقت، له مالیه ورکوونکو سره د ښه چلند او پر وخت دهغوی له پاره د خدماتو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه. نوموړي د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست د عوایدي هدفونو د پوره کېدو له پاره خپل ارزښتناک وړاندیزونه او مشورې هم شریکې کړې.
    د کوچنیو مالیه ورکوونکو رئیس مولوي محمد نعیم مسرور په خپلو خبرو کي پر اصولو، شفافیت او حساب ورکوني ټینګار وکړ او مسئولینو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي د تل په څیر د مالیه ورکونکو سره حسنه اخلاق وکاروي او کارونه ئې له خنډ او ځنډ پرته ترسره کړئ.
    په پای کي د ګډونوالو نظریات، ستونزي او پوښتني واورېدل سوې، چي د عملیاتي مرستیال له خوا هغو ته قناعت بخښونکي ځوابونه وویل او د لا ښه همغږۍ او پرمختګ له پاره ئې لازمي مشورې او لارښووني له ګډونوالو سره شریکې کړې.