عبدالقیوم نصیر د سلیمالله زوی، په ۱۳۷۰ لمریز کال کي د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ د قطاربید کلي په یوه دیني کورنۍ کي زېږېدلی دئ. لومړنۍ زدهکړي ئې د کلي له امام څخه د خپل نیکه، ملا محمد یعقوب رحمهالله، تر سرپرستۍ لاندي ترسره کړې.
ښاغلي نصیر ابتدائیې زدهکړي په قطاربید ښوونځي کي او ثانوي دوره ئې د وخنیده لېسه کي په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده. نوموړی په ۱۳۸۶ لمریز کال کي د کانکور ازموینه کي تر بریالي کیدو وروسته د تخار پوهنتون د دري ادبیاتو پوهنځي ته شامل سو. او په ۱۳۹۰ لمریز کال کي له همدې څانګي څخه په درېیمه درجه نمره فارغ سو.
ښاغلي نصیر دیني علوم تر دوهم پړاو پوري د خپل پلار تر لارښووني لاندي ولوستل. وروسته، په ۱۳۸۱ لمریز کال کي د «اشتتوک» مدرسې ته لاړ او هلته ئې د مولوي عبدالرحمن، مولوي صدرالدین او تر ټولو ډېر څلور کاله د مرحوم مولوي عبدالغفور حباب تر تربیې لاندي د دیني زدهکړو سلسله پر مخ یو وړه.
عبدالقیوم نصیر د پوهنتون د زدهکړو په جریان کي د اسلامي امارت له لیکو سره یو ځای سو. له فراغت وروسته، د تېر دولت تر سقوط پوري ئې د امارت په چوکاټ کي، د نظامي او فرهنګي (لکه د جهادي مقالو لیکنه، او فلمونو جوړولو) برخو کي د الله عزوجل په توفیق خدمت وکړ.
نوموړي د جهادي خدمت تر څنګ، د دیني علومو سلسله هم جاري وساتله او تر “کوچني دورې” پوري ئې زدهکړي د تاج آباد دارالعلوم او حبیبیه مدرسه کي له بېلابېلو استادانو څخه ترلاسه کړل.
ښاغلي نصیر عصري زدهکړو ته هم لاسرسی درلود، د کمپیوټر بېلابېل پروګرامونه، لکه د مایکروسافټ آفس او ډیزاین پروګرامونه ئې زده کړي او په مناسبو وختونو کي ئې مجاهدینو ته هم تدریس کړي دي. سربېره پر دې، د انګلیسي (IRC) او عربي ژبو کورسونه ئې هم بشپړ کړي دي.
عبدالقیوم نصیر د دري او پښتو ژبو په ویلو او لیکلوکي بشپړ واک لري او د عربي او انګلیسي ژبو مطالعه او ژباړه هم کولی سي. نوموړي تر اوسه د الاماره ویبپاڼي، د امارت مجلو، په ځانګړي ډول د “حقیقت” مجلې له پاره سلګونه مقالې لیکلې او ژباړلې، او څلور کتابونه ئې له عربي او پښتو ژبو څخه فارسي ته ژباړلي، چي له جملې ئې یو کتاب چاپ سوی او درې نور ئې تر کار لاندي دي.
عبدالقیوم نصیر، د اسلامي امارت تر بریا وروسته، د مالیې وزارت د رهبرۍ د اړتیا له مخي، د ستر مالیه ورکوونکو رئیس، د مالیه ورکوونکو د خدماتو رئیس، بیا د ګمرکونو د پلان، تګلارو، نظارت او ارزوني رئیس او اوس مهال د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ رئیس په توګه دنده مخته وړي.