د عوایدو او ګمرکونو معینت د غونډو په تالار کي د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمیتن سعید په مشرۍ، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مرستیالانو په ګډون د همغږۍ شپږمه ناسته، نن سه شنبه د ۱۴۰۴لمریز کال د حمل په ۲۶مه نېټه ترسره سوه.
په دې ناسته کي د معین صاحب له خوا اړونده رئیسانو او مرستیالانو ته د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ، او موثریت په موخه لازمي لارښووني وسوې. نوموړي د ګډونوالو ستونزي او نظرونه واورېدل، او د شته ستونزو د حل ډاډ ئې ورکړ.
او همدارنګه د ناستي ګډونوالو د خپلو ریاستونو اړوند کاري راپورونه وړاندې کړل، د عوایدو راټولولو، د ګمرکي پروسو اسانولو او د شفافیت رامنځته کولو په برخو کي ئې د لا ښه پرمختګ په موخه هم بحث ترسره کړل.