د لوګر مستوفیت د لوګر ترافیکو لوي مديريت له مسئولینو سره د عراده جاتو د نوي معافیت او د غیرمالیاتي عوایدو د څارني په هکله ناسته وکړه.
په یاده ناسته کي د عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله تعالی د (۵۰۳/۵۳۲۰) ګڼه فرمان چي د عراده جاتو د مالیاتي، ترانسپورټي، جواز سیر او ترافیکي باقیاتو د معافیت په اړه دئ او همدارنګه د عوایدو لپاره د نویو منابعو په پيداکولو او د سته عوایدي منابعو څخه په سم ډول د عوایدو راټولولو په تړاو هر اړخیز بحث وسو.
یاد مديريت د عوایدو په راټولولو کي د شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته ئې کړه، چي د عوایدو په راټولولو کي به هر اړخیزه هڅي وکړي ترڅو خپل هدف ته ځان ورسوي.
ياده ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.