• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مولوي اسد الله ساجد «خبیب»

    زوکړه:
    ښاغلی مولوي اسد الله ساجد مشهور په خبیب، د تراب خان زوی د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د موشکي په کلي کي په ۱۳۶۷ هـ.ش چي له ۱۴۰۸ هـ.ق کال سره سمون خوري پیدا شوی دئ.
    زده کړې:
    لومړنۍ زده کړې او ابتدایي دیني کتابونه ئې په خپل کور کې له خپل مرحوم پلار څخه ترلاسه کړې دې. په اووه کلنۍ کې په شهید عبدالسلام لیسه کې شامل شو او خپلو زده کړو ته ئې له لومړۍ ټولګۍ څخه تر دوولسم ټولګۍ پورې په همدې لیسه کې ادامه ورکړه. په ۱۳۸۷ هـ.ش کال کې له نوموړې لېسې څخه فارغ شو، چې د کانکور آزموینې له ورکولو څخه وروسته د کندهار پوهنتون د ښوونې او زوزنې پوهنځي فزیک ډیپارټمنټ ته کامیاب شو. په کال ۱۳۹۲ هـ.ش کې ئې په کندهار پوهنتون کې خپلې زده کړې په موفقیت سره پای ته ورسولې او د لیسانس په کچه له نوموړي پوهنتون څخه فارغ شو. د پوهنتون په دوره کې ئې د پوهنتون له درسونو ترڅنګ خپلو دیني زده کړو ته له مختلفو علماء کرامو څخه ادامه ورکړه، چې تر عالي دورې پورې ئې ورسولې؛ همدا ډول ئې د قرائت او تجوید زده کړو په برخه کې د کندهار ښار امام ابوحنیفه (رحمه الله) له مدرسې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ؛ همدا ډول ئې له فتحې څخه وروسته د خپلو دیني زده کړو تکمیلولو په پار یوځل بیا خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه، چې په کال ۱۴۴۴ هـ. ق کې ئې له عبدالله ابن مبارک (رحمه الله) مدرسې څخه د عالي دورې او په کال ۱۴۴۵ هـ. ق کې ئې له عالمیې دورې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.
    له تصوف سره اړیکه:
    ښاغلی مولوي صاحب له تصوف سره نژدې اړیکې لري، چې په دې برخه کې د نقشبندیې طریقې مرید پاتې شوی او له نن څخه لس کاله مخکې ئې له خلیفه صاحب مولوي محمد اسماعیل جان سره د مرید په صفت بیعت کړی دئ او په دې برخه کې د الله (جل جلاله) په مرسته د خلافت تر مقامه پورې رسیدلی، چې څه موده مخکې ئې د غزني ولایت نورالمدارس مدرسه کې د خلافت پګړۍ له لویو او جیدو خلفاؤ (حفظهم الله) له لوري ور پر سر شوه.
    جهادي خدمتونه:
    ښاغلي مولوي صاحب د اسلامي امارت له حاکمیت څخه مخکې جهادي خدمتونه هم ترسره کړي، چې د همدې خدمتونو په سلسله کې له ۱۳۹۳هـ. ش څخه تر ۱۳۹۹ هـ. ش کال پورې د جنوب غرب زون اړوند ولایتونو کې د تحصیلات عالي کمسیون د حلقې عمومي مسئول په توګه خپل خدمت ته ادامه ورکړه، چې وروسته یې بیا د مبارکې فتحې تر وخته پورې خپل جهادي خدمت په اقتصادي کمیسیون کې ترسره کړی دئ.
    په اسلامي امارت کې خدمت:
    له مبارکې فتحې وروسته د مالیې وزارت په تشکیلاتي چوکاټ کې ښاغلی مولوي صاحب د وزارت د ارشد سلاکار په توګه وټاکل شو، چې وروسته بیا د تقاعد خزانې عمومي ریاست د عمومي رئیس په توګه تبدیل او خپله دنده ئې په تقاعد ریاست کې ترسره کوله، چې اوسمهال د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست د رئيس په توګه دنده ترسره کوي.