د مالیې وزارت سرپرست وزیر حاجي ملا محمد ناصر آخند په مشرۍ د هېواد د مستوفیتونو د مسوولینو سره د انسجام آنلاین ناسته ترسره سوه. په دې ناسته کي د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، د عوایدو حمایوي مرستیال او د مستوفیتونو مسوولینو ګډون درلود.
د ناستي په پیل کي د مالیې وزارت سرپرست وزیر وینا وکړه او په خپلو خبرو کي ئې د عوایدو لوی ریاست او مستوفیتونو ترمنځ پر لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه، چي د خلګو کارونه مه ځنډوئ، د خلګو سره ښه سلوک وکړئ، په خپلو کارونو کي اخلاص او صداقت د ځان عادت جوړ کړئ، د مراجعینو مکتوبونه او استعلامونه پر وخت سره ځواب کړئ، په چارو کي اسانتیاوې رامنځته کړئ او د شیخ صاحب آمیرالمؤمنین حفظه الله فرامین په ځان عملي کړئ او وروسته ئې پر خپلو کارکوونکو تطبیق کړئ.
ښاغلي وزیر صاحب د مستوفیتونو مسوولینو ته هدایت وکړ، چي په هرو پنځلس ورځو کي اداري مجلسونه جوړ کړئ او زیاته ئې کړه، چي د مالیې وزارت دروازه د دوی پر مخ خلاصه ده.
د ناستې په جریان کي د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسيني هم وینا وکړه او مستوفیانو ته ئې وویل؛ ټول مستوفيان صاحبان باید په رسمي وخت کي په خپلو دفترونو کي حاضر واوسي او د مستوفیتونو په چارو کي له زیات مناسباتو څخه ځان وساتئ، د خلګو ستونزي په ورین تندي حل کړئ او خپلو خلګو او اسلامي نظام ته په اخلاص سره خدمت وکړئ.
په پای کي غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.