• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت د ۱۴۴۶ (هـ ق) کال پنځمه ناسته ترسره سوه.

    23 میزان 1403
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۴۶ هـ.ق) کال د رهبرۍ پلاوي پنځمه ناسته د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
    دغه ناسته، چي د عوايدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د عوایدو لوی ریاست معاونینو، رئیسانو او یو شمیر آمرینو پکښي ګډون درلود.
    د عوایدو لوی رئيس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، په خپلو خبرو کي وویل، دا چي د تېر کال په پرتله سږني عواید ښه دي نو ټنیګار پر دې وسو چي د عوایدو راټولو په برخه کي لا منظمي هڅي تر سره سي او زیاته ئې کړه، چي باید په خپلو کارونو کي په پوره اخلاص، ایماندارۍ او شفافیت سره شپه او ورځ نه ستړي کیدونکي هڅي وکړو ترڅو د دې مظلوم ملت خدمت په ښه ډول تر سره کړو.
    په دغه ناسته کي د عوایدو لوی ریاست پر ځینو مهمو موضوعاتو بحث او خبري وسوې ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل په پای کي غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.