• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۶ کال لومړۍ ناسته ترسره سوه!

    26 سرطان 1403
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۴۶ هـ.ق) کال د رهبرۍ پلاوي لومړنۍناسته د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
    دغه ناسته، چي د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د عوایدو لوی ریاست ټولو رئیسانو، آمرینو او یو شمیر مستوفیانو پکښي ګډون کړی وو.
    د عوایدو لوی رئيس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، په خپلو خبرو کي وویل، چي ټول مسؤلین باید په کارونو کي اخلاص، شفافیت او له مراجعینو سره نېک چلند وکړي.
    په دغه ناسته کي د روان مالي کال د عوایدو هدف ته د رسېدو په څرنګوالي او له ډاکټرانو څخه د مالیې اخیستلو پر میکانیزم بحث او خبري وسوې.
    د ناستي په پای کي ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او راتلونکي پلانونه سره شریک کړل او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.