• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ۱۴۰۳ مالي کال عوایدي هدف ته د رسېدو پر څرنګوالي خبري وسوې!

    11 سرطان 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو د لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني په مشرۍ جوړه سوې غونډه کي، د روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال عوایدي هدف ته د رسېدو پر څرنګوالي، پر حقیقي اشخاصو باندي د انتفاعي مالیې پر څرنګوالي او له ګاونډيو هیوادونو څخه په راستنېدونکو افغانانو باندي د مالیاتو د معافیت پر میکانیزم خبري او لازمي پرېکړي وسوې.
    په دغه غونډه کي همدا راز ټینګار وسو، چي د مالیه ورکونکو له پاره دي په اړوندو برخو کي لا ډېري اسانتیاوي برابري سي او د دوی ستونزو ته دي پر وخت او ښه توګه رسېدنه وسي.