• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د صرافانو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل

    21 جوزا 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د دغه ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي او یو شمېر آمرینو د صرافانو د اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل.
    په دغه کتنه کي د صرافانو له پاره په اړوندو چارو کي د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو، د مالیاتي اظهارنامو په برخه کي د لا ښه پوهاوي او په اړوندو برخو کي د صرافانو د شته ستونزو په اړه خبري وسوې.
    د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال د صرافانو اتحادیې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چي ستونزو ته به ئې پر وخت رسېدنه کېږي او دوی کولای سي، چي په ډاډه زړه هر وخت خپلي ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه له دغه ریاست سره شریک کړي.
    په پای کي د صرافانو د اتحادیې مسئولینو د عوایدو لوی ریاست څخه مننه وکړه، چي تل ئې د دوی ستونزي اورېدلي او د حل په موخه ئې اړین اقدامات کړي دي.