• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د روان کال عوایدي هدف ته د رسېدو په موخه د عوایدو لوی ریاست رهبري پلاوي ناسته وکړه

    17 ثور 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د ۱۴۰۳ هـ.ل کال د رهبرۍ پلاوي یوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي تر سره سوه.
    په دغه ناسته کي، چي د عوایدو لوی ریاست رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه، د یاد ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي، د عوایدو د تحقیق، پلان او نظارت رئیس مفتي عبدالغفار سلیم، د عوایدو د بررسۍ رئیس انجینر خان محمد ذاکر، د عوایدو د سيسټم رئیس محمد جلال احمدزي؛ د غیر مالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین او آمرینو ګډون کړی وو.
    په یاده ناسته کي پر یو لړ مهمو موضوعاتو باندي بحث وسو، چي له هغې جملې څخه د (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال د عوایدو هدف ته د رسېدو د څرنګوالي پر راپور، د مالیاتي محاسبینو د اتمي دورې په انلاین ډول ازمویني اخیستو او مالیاتي سیسټمونو لپاره د طرزالعملونو، پالیسۍ او رهنمودونو جوړولو باندي بحث و سو.
    د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني د عوایدو لوی ریاست د ټولو رئیسانو د کارونو د ستاینې او قدردانۍ ترڅنګ دوی ته د کارونو د لا ښه والي په موخه یو لړ مهمي او لازمي سپارښتني وکړې .