• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت دعوایدو او ګمرکونو معین د بادغیس او هرات ولایتونو د مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه

    9 حمل 1403
    د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت معین ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) پرون د چهارشنبې په وځ د ۱۴۴۵ هجري سپوږميز کال رمضان المبارک مياشتي ۱۷ مه د بادغیس ولايت او نن پنجشنبه د رمضان المبارک مياشتي په ۱۸ مه هرات ولایت ته په خپل رسمي سفر کي د دغه ولایتونو له مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه .
    په دغه لیدنه کي چي دیاد مستوفیتونو ښاغلو مستوفيانو او ټولو کارکوونکو يې حضور درلود د عوایدو او ګمرکونو ښاغلي معین د دوی د کارونو او زحمتونو دستایني ترڅنګ دوی ته یو لړ لازمي سپارښتنې هم وکړې او زیاته يې کړه چي د ماليې وزارت رهبري ستاسو سره پوره همکاره ده .
    د یادونې وړ ده چي له دې وړاندي ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) له نورو مستوفیتونو څخه هم لیدني کړي وې.