• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت وزیر د کندز ولایت له مستوفیت څخه لیدنه تر سره کړه

    15 دلو 1402
    د مالیې وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد ناصر آخند کندز ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دغه ولایت له مستوفیت څخه لیدنه تر سره کړه په دې کتنه کې د مالیاتو د راټولولو پر بهیر، د ولایتي ادارو او مستوفیت پر لا ښه همغږۍ، په کندز ولایت کې د لګښتونو د کنټرول په موخه د جوړې سوې کمېټې پر اهمیت او دې ته ورته په یولړ نورو مسائلو خبرې او بحث وسو
    د یادونې وړه ده چې مالیې وزارت محترم وزیر د کندز ولایت مستوفي صاحب څخه د مننې تر څنګ دوي ته د مراجعینو سره د لا ښه چار چلند پر کولو سپارښتنه وکړه .