۲۳/۵/۱۴۴۵- ۱۵/۹/۱۴۰۲
د ګمرکونو او عوایدو محترم معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس له لوري په هغه غونډه کې چې د ګمرکونو محترم رئیس صاحب، د عوایدو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او آمرینو هم حضور درلود ښاغلی مولوي عبدالحنان عارف الله د دغه معینیت د شکایتونو اوریدلو ریاست لپاره د نوي رئیس په توګه معرفی کړ.
د ګمرکونو او عوایدو محترم معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس چې دغه معرفت ناستې ته يې وینا کوله په خپلو خبرو کې يې وویل د مشرانو له خوا چې کوم مسؤلیت موږ او تاسو ته راسپارل کیږي دا د هغوی باور دی چې پر موږ يې کوي نو موږ او تاسو ته لازمه ده چې بې باوري رامنځته نه کړو او داسی کار ترسره کړو چې هم الله (ج) راضي کړو او هم هغه مشران چې پر مو ږ او تاسو یې باور کړی دی .
ښاغلي معین صاحب همدارنګه زیاته کړه چې شته نظام د ولس په همکارۍ منځته راغلی دی نو موږ او تاسو ته لازمه ده چې اوس د همدې ولس قدر او ښه خدمت وکړو او له ټولو يې وغوښتل چې له ولس سره نیک چلند وکړي.
د یادونې وړ ده چې ددغه ریاست پخوانی رئیس مولوي عبیدالله ابو احمد د مالیې وزارت د مقام د فتر رئیس په توګه ګمارل سوی دی.