سې شنبه، ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالولي نوري او د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي د یوې غونډې په ترڅ کې د مالیاتي محاسبینو فعالیت جواز ورکړې ازموینې کې ۴۵ تنو بریالیو کسانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل.
د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست له لوري د مالیاتي محاسبینو فعالیت جوازونو ورکړې په اوومې دورې ازموینه کې چې ۱۸۱ تنو ګډون کړی و، له ډلې یې ۴۵ تنه بریالي شوي وو چې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د یوې ځانګړې شوې غونډه په ترڅ کې بریالي شویو مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه وویشل شول.
د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونو وېش څخه موخه د شفافیت رامنځته کېدل، مالیاتي عامه پوهاوي دودول، مالیاتي اطاعت پذیرۍ پراخول، مالیه ورکوونکو ته مالیاتي چارو کې آسانتیاوې رامنځته کول او له مالیاتي تېښتې څخه مخنیوی بولي.