د مالیاتي محاسبینو د ثبت خبرتیا
د مالیاتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې مادې مطابق، ټول محاسبین او مشاورین چې مالیه ورکوونکيو ته په مالیاتي چارو کې مالیاتي مشورې، د اسنادو چمتو کول، محاسبه او نور خدمتونه وړاندې کوي، بايد د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره ثبت او د مالیاتي محاسبینو تصدیقليک ولري.
نو د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کې لري چې د مالیاتي محاسبینو د ثبت او هغوی ته د تصديقليک د ورکړې پروسه پیل کړي؛ په همدې موخه هغه کسان چې د لاندېنيو شرطونو لرونکي وي، د ۱۳۹۸ لمريز کال د وږي (سنبلې) میاشتې له (۱۲- ۳۱) نېټې پورې د ګمرکونو او عوايدو معینیت د عوایدو لوی ریاست د خدمتونو وړاندې کوونکې څانګې ته مراجعه وکړي او د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کړي.
۱- ۲۳ کاله عمر یې بشپړ کړی وي،
۲- په اړوند پوهنځي (اقتصاد، محاسبه او حقوق) کې یې تر لېسانس پورې زدهکړې کړې وي،
۳- د محکمې له لوري د مالیاتي قوانینو د سرغړونې په تور پر مجازاتو باندې محکوم شوی نه وي،
۴- د مالیې وزارت برحال کارکوونکی نه وي.
پر شرایطو برابر کسان د (۲۰۰۰) افغانیو فیس په تحویلولو سره د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کولی شي او تر ډکولو وروسته دې له تحصیلي اسنادو او د تذکرې له کاپۍ سره یو ځای بېرته لوړ ذکر شوي ادرس ته تسلیم کړي.
د ازموینې وخت او ځای وروسته اعلانېږی او په همدې ډول په ازموینې کې د بریالیتوب په صورت کې مالیاتي محاسب د تصدیقلیک د تر لاسه کولو لپاره د (۱۰۰۰۰) افغانیو پر ورکړې مکلف دی.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره پر لاندېنيو اړيکشمېرو او برېښليک اړيکه ټينګه کړئ.
د مشتریانو د خدمتونو د مرکز شمېره (۰۲۰۲۳۲۰۸۱۹)
د عوایدو لوی ریاست د اړیکو مرکز (۱۰۰۰)
برېښليک: Ardafghanistan@gmail.com