• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابل ولایت پنځلسمه مالیاتي حوزه کې د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شوه

    29 عقرب 1402
    ۲۹/۸/۱۴۰۲ــــ ۷/۵/۱۴۴۵
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د کابل ولایت په پنځلسمه مالیاتي حوزه (خواجه بغرا) سیمه کې د جایدادونو مالکینو او هټۍ والو ته د مالیاتو په باره کې د عامه پوهاوي برنامه تر سره شوه چې په دغې پروګرام کې د مالیاتو پر ارزښت، کړنلارو او همدارنګه قوانینو په اړه لارښوونه وشوه.
    د یادونې وړ ده چې په دغه عامه پوهاوي پروګرام کې هغه ګډونوالو چې خپل مالیاتي مکلفیتونه يې نه وو ادا‌ءکړي ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به خپله مالیه بیت المال ته وسپاري.