• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو له ۱۴۰ کسانو څخه تحریري او تقریري ازموینه واخیسته

    28 سنبله 1402
    ۲۷ وږی ۱۴۰۲ / ۰۳ ربیع الاول ۱۴۴۵
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو له هغو کسانو څخه چې عوایدو لوی ریاست مقام ته یې د ګمارنې په موخه وړاندیزلیکونه سپارلي وو ازموینه واخیسته.
    یاده ازموینه د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج، د مالیه ورکوونکو د خدمتونو رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر، د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر ښاغلي سید احمد هاید او ددې ریاست یو شمېر نورو مسؤلنیو په حضور کې د ګمرکونو او عوایدو معینیت په جومات کې واخیستل شوه.
    په دغه ازموینه کې ۱۴۰ کسانو چې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې یې لوړې زده کړې وې ګډون کړی و.
    د ازموینه په پیل کې د عوایدو لوی ریاست مسلکي کارپوه ښاغلي محمد همایون نادر خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې پر شفافیت ټینګار سربېره زیاته کړه چې بریالي کسان به د مسلک او کاري تجربې اړوند اداري برخو کې وګمارل شي.
    له تحریري ازموینې وروسته د ازموینې له ټولو ګډونوالو تقریري ازموینه هم واخیستل شوه.