• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لورې د دغه ریاست نویو ګمارل سویو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د کمپیوټر زده کړې یو میاشتنی ورکشاپ پیل سو

    26 سنبله 1402
    ۲۶/۰۶/۱۴۰۲ ل –۲/۰۳/۱۴۴۵
    د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت په همغږۍ د دغه ریاست نویو ګمارل سویو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او د اداري کارونو د ښه ترسره کولو په موخه د یوې میاشتي لپاره د عوایدو او ګمرکاتو په ملي اکاډمۍ کې د کمپیوټر د زده کړې ورکشاپ پیل سو.
    دیادونې وړ ده چې د عوایدو لوی ریاست په پام کې لري چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د دغه ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه زده کړیزې برنامې پر لاره واچوي.