• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    خان محمد ذاکر

    ښاغلی خان محمد ذاکر د محمد عمر زوی پر ۱۳۷۳ لمريز کال د وردگ ولایت د چک ولسوالۍ د سيبکې د کلي په يوې روحاني او ديندارې کورنۍ کې زېږېدلی دی.
    نوموړي خپلې ابتدایي او ثانوي زده کړې د همدې ولسوالۍ د کریم شهید په عالي لیسې کې حاصلې کړې دي او پر ۱۳۹۱ لمريز کال له همدې لېسې څخه په اعلیٰ درجې سره فارغ شوی دی؛ تر فراغت وروسته پر ۱۳۹۱ لمريز کال د کانکور د ازموینې د پړاو تر تېرولو وروسته د خوست پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی ته بریالی شو او پر ۱۳۹۵ لمريز کال د خوست د شیخ زاید پوهنتون څخه د کادري نمرو په تر لاسه کولو سره فارغ او د لېسانس سند یی تر لاسه کړ.
    ښاغلي ذاکر پر ۱۳۹۸ لمريز کال د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون د مشرتابه د حکم پر بنسټ د سوېل ختيزې حوزې اداري او مالي مسؤل وټاکل شو او دوه کاله یې دغه دنده مخ ته يووړله.
    د افغانستان اسلامي امارت د دويم ځل واکمنېدو او فتحې سره سم پر ۱۴۰۰ لمريز کال د ماليې وزارت د گمرکونو لوی ریاست کې د عالیقدر ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ د بیې اېښودنې ریاست رئیس او د یوه کال خدمت تر ترسره کولو وروسته پر ۱۴۰۱ لمريز کال ثانیاً د مشرتابه د حکم پر بنسټ د عوایدو لوی ریاست اړوند د عوايدو د بررسۍ ریاست رئیس وگومارل شو.