• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو د اوومي دورې د ازمويني له پاره نومليکنه

    د عوايدو لوی رياست اړوند د حقوقي خدمتونو ریاست د مالياتي محاسبینو لوی مديریت په پام کي لري، چي د اوومي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني له پاره نوملیکنه له ۰۷/ ۰۳/ ۱۴۰۲ نېټې څخه تر ۰۷/ ۰۴/ ۱۴۰۲ نېټې ترسره کړي، پر لاندېنيو شرطونو برابر کسان دي په ټاکلې موده کي په برېښنايي يا آنلاين ډول نومليکنه و کړي
    • شخص بايد پر قانوني امورو مکلف وي؛
    • په اقتصاد، محاسبه، ACCA، عامه اداره او پالیسي، حقوق، اداره او تجارت کي د اسنادو په کتو حد اقل د لیسانس تر کچي د لوړو زده کړو درلودونکی وي؛
    • د امارت رسمي او برحال اداري کارمند نه وي؛
    • د محکمې له خوا د مجرم په توگه پېژندل سوی نه وي؛
    • شخص به بل شخصي شرکت نه لري چي د منافعو د تضاد مخنیوی سوی وي
    یادونه: مالیاتي محاسبین د امارت رسمي کارمندان نه دي او نه هم د امارت له لوري معاش ورکول کېږي، بلکي دوی د عوایدو لوی ریاست له لوري په ازمویني کي تر بریالي کیدو ورسته د (۱۲۰۰۰) افغانۍ فیس په ورکړي سره د درو کلو له پاره کاري جواز تر لاسه کوي او د جواز په وسیله د شرکتونو او کمپنیو سره قرارداد کوي، دوی د شرکتونو او کمپنیو 
    مالیاتي چاري ترسره کوي او شرکتونه او کمپنۍ د کار په مقابل کي دوی ته حق الزحمه او یا هم ټاکلی فیس ورکوي
    https://docs.google.com/forms/d/1J2C_B33brWd_VRZ4C7E4QDdwmBCs0AyeMJftdQqCpzk/edit?pli=1