• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د تحلیل مرکز له مسؤلینو سره د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ لیدنه

    23 ثور 1402
    ۲۲ شوال المکرم ۱۴۴۴/ ۲۳ غویی ۱۴۰۲
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رئیس ښاغلي الحاج شېر محمد مشفق د دغه رياست اړوند د مالیه ورکوونکیو د خدمتونو رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر، د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا رئیس ښاغلي حافظ شاه حسین، د کوچنیو مالیه ورکوونکیو رئیس ښاغلي انجینیر عبدالله حیدري په گډون د افغانستان بانک د مالي استخباراتو واحد له لوی رئیس ښاغلي جمال ناصر رؤفي سره ليدنه ترسره کړه.
    په دغې ليدنې کې د افغانستان بانک د مالي استخباراتو مسؤلینو د خپلو دندو او مسؤلیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ څخه یې د هېواد د ښاریانو د مالي شفافیت په اړه د چارو د ټینگښت په برخې کې د همکارۍ غوښتونکی شول.