• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    ندا محمد صديقي

    ښاغلی پوهنیار ندا محمد صديقي د حاجي راز محمد زوی پر ۱۳۶۸/۱۱/۱۲ نېټه په پاکستان کي د مهاجرت پر مهال پيدا سوی، خپلي لومړنۍ زده کړي يې د کندهار په ښار کي د موی مبارک مسجد په مدرسه او احمدیه مدرسه کي ترسره کړي دی، وروسته يې متوسطه او ثانويه زده کړي تر ۱۳۸۷ لمريز کال پوري په کندهار ښار کي د صوفي صاحب ذکور په عالي لېسه کي تکمیل کړې او په همدې کال د عمومي کانکور له لاري د کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ته بریالی او تر ۱۳۹۲ لمريز کال پوري يې د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون څانگه په برياليتوب سره بشپړه کړل، چي تر څنگ يې د کندهار ښار په بېلا بېلو مدارسو کي دیني زده کړي هم ترسره کړې او پر ۱۳۹۴/۲/۳۰ نېټه د مشرانو د هدایت پر اساس د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر غړی سو. پر ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ نېټه يې د ننگرهار پوهنتون، د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون ماسټرۍ پروگرام څخه د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ او پر ۱۳۹۹ لمريز کال کي يې د کندهار ښار د مشهوري دیني مدرسې (الجامعة الاسلامية الاشرفیة) څخه دستار فضیلت وتړئ.
    د افغانستان اسلامي امارت د دويمې پلا تر حاکميت وروسته په هماغو لومړيو کې د مشرانو د لزوم دید پر اساس د ماليې وزارت اړوند د عوایدو لوی ریاست کي د حقوقي خدمتونو ریاست د رئيس دنده وروسپارل سول، چي تر اوسه په همدې دنده کي مسئولیت ترسره کوي.

    علمي لیکني، مقالې او سمینارونه
    ۱. په اسلام کي د اوربند حقیقت (علمي مقاله)
    ۲. نبوي سوله يیز تړونونه (علمي مقاله)
    ۳. مساقاة د اسلامي فقهي او افغاني قوانینو په رڼا کې او کندهار ولایت کې یې مروج صورتونه (د ماسټرۍ تيزېس)
    ۴. د نشه يي توکو ټولنيز او شخصي زيانونه (علمي سيمينار)
    ۵. په اسلامي فقه کي د انسان د اعضاوو تبرع (علمي سيمینار)
    ۶. د استصناع بیع او په کندهار ولایت کي يې تطبیقي بېلگي (علمي سيمینار)
    ۷. د اسلام اخلاقي نظام (ممد درسي کتاب)
    ۸. د اسلام اقتصادي نظام (ممد درسي کتاب)
    ۹. د اسلام سیاسي نظام (ممد درسي کتاب)
    ۱۰. په اسلام کي د ساینس او ټکنالوژۍ گټي (نړيواله مقاله)
    https://www.tojqi.net/index.php/journal/article/view/9269