• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د فساد د مخنيوي په اړوند د ماليې وزارت عوايدو لوی رياست خبرتيا

    ماليه د هېواد ملي شتمني، د د ټولو وگړيو بشپړ حق (بيت المال) او د هېوادني نظام د پايښت، ټينگښت، چلښت او د لگښتونو د تمويل سرچينه گڼل کېږي؛ نو دا يوازې د ماليې وزارت دنده او مسؤليت نه جوړېږي چې په يوازې ځان دې د ماليې او په ماليې پورې د اړوندو ټولو چارو د څارلو يا کنټرول، ارزولو او کره يا معياري کولو دنده دې پر مخ يوسي، بلکې دا د هېواد د هر وگړي ديني، انساني او ملي دنده ده چې په دغه مسؤليت کې پراخه، هراړخيزه او مسؤلانه ونډه واخلي.
    گرانو هېوادوالو! هغه ماليه ورکوونکي چې د مالياتي قوانينو له مخه په سم او راڼه ډول خپل مالياتي مکلفيتونه نه ترسره کوي او کوښښ يې دا وي چې مالياتي فرار وکړي او يا هم د مالياتي ادارو هغه کارکوونکي چې په مالياتي ادارو کې د هر ډول اخلاقي، اداري او مالي فسادونو، سرغړونو او ناقانوني کړنو لامل کېږي، له تاسې ښاغليو څخه په درنښت هيله کوو چې د نظام د سمون، ټينگښت او پايښت په موخه او د انساني، ديني او ملي رسالت او مسؤليت له مخه د دغو ناکارو وگړيو او د هغوی د ناقانوني کړنو په اړه د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د اړيکتيايي خدمتونو مرکز له يو زر (۱۰۰۰) شمېرې او يا هم له (info.ard@mof.gov.af) رسمي برېښليک سره د اړيکې په ټينگولو سره خبر او معلومات شريک کړئ چې د دغو عملونو مخه په کلکه ونيوله شي.
    که چېرې تاسې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست سره د هر ډول مالياتي مورد په اړه معلومات شريک کړئ، ستاسې هؤيت او ځان به خوندي وي او په هيڅ ډول سره به نه افشاء کېږي.
    په همدې ډول، د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست رهبري د مالياتي ادارو د سمون او اصلاح په موخه ټينگ هوډ لري، هغه وگړي چې له قوانينو څخه سر غړوي او هر ډول ناقانوني کړنې ترسره کوي، عدلي او قضايي ارگانونو ته به يې وروپېژني چې له مالياتي ادارو څخه په بشپړه توگه هر ډول فساد ورک شي.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی