• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیه ورکوونکیو خدمتونو رئیس د شهزاده سرای د رهبري پلاوي له غړيو سره وکتل

    19 ثور 1402
    ۱۶ شوال المکرم ۱۴۴۴/ ۱۷ غویی ۱۴۰۱
    د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکیو خدمتونو رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر د شهزاده سرای (د هېواد د پولي او اسعاري خدمتونو لوی بازار) د رهبرۍ پلاوي له غړيو سره د دغه ریاست د غونډو په تالار کې ناسته وکړه.
    ښاغلي نصیر د دې کتنې د جوړېدو موخه د زړونو يووالی، د مينې رامينځته کول او د دولت او ملت تر مينځ د اړیکو ټینگښت یاد کړل او زیاته یې کړه: هر څوک چې د اسلامي نظام د ټینگښت په پار له خپل ځان او مال څخه کار اخلي، په رښتيا چې نېک کار (صالح عمل) یې ترسره کړی او د زکات، مالیې او نورو بسپنو ورکړه د لوړ اجر او مقام لرونکې گڼل کېږي.
    گډونوالو د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ له غوره تفکر او سلوک مننه وکړه او ویې ویل: موږ د الله ج شکر ادا‌ء کوو چې دا هېواد د خپلو اصیلو بچیانو له خوا مدیریت او رهبري کېږي، منندوی یو چې د دې خاورې شتمني له دوه تابعیته چپاولگرو څخه خوندي شوه؛ ډاډه یو چې د دې هېواد عواید په ټول امانت سره راټول او خوندي کېږي.
    د هېواد د صرافانو په استازولۍ د شهزاده سرای د صرافانو د مالياتي چارو استازي ښاغلي امین جان خوستي ټینگار وکړ: موږ سل په سلو کې دې ته چمتو او حاضر یو چې د خپلې غاړې مالیه ورکړو او الحمد لله اوسمهال زموږ د پيسو ارزښت او ثبات او د نرخ وضعيت زموږ په بازارونو کې د سیمې په کچه تر ټولو ښه دی؛ زموږ هیله دا ده چې زموږ د مالیې ورکړه مو د اظهارلیکونو په وړاندې کولو سره نه، بلکې د ثابت نورم پر بنسټ ترسره وشي .
    د ناستې په پای کې د مالیه ورکوونکیو د خدمتونو رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر وویل: د عوایدو لوی ریاست د تخنیکي کمېټې له خوا د قوانینو تعدیل په اړه کار پیل شوی او ان شا‌ءالله چې د ملت په گټه به وي، مگر په مقابل کې يې تاسې هم له خپله لوريه د قوانینو د تعمیل په برخې کې هراړخیزه همکاري ثابته کړئ او د مالیاتي اطاعت منونکي فرهنگ په ښودلو سره د دې نظام د ټینگښت له پاره خپله ونډه لا زیاته کړئ.