• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    معراج: په اسلامي نظام کې کار کول کټ مټ لکه د عبادت ترسره کول دي

    22 دلو 1401
    ۲۰ رجب‌المرجب ۱۴۴۴/ ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رياست کفيل او عملياتي مرستيال ښاغلي معراج محمد معراج د د ماليې وزارت له نورو اړوندو ادارو څخه د عوايدو لوی رياست له پاره د معرفي شويو خدمتي کارکوونکيو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې ليدنه ترسره کړه.
    د عوايدو لوی رياست کفيل او عملياتي مرستيال ښاغلي معراج د غونډې گډونوالو ته د هرکلي تر څنگ په خپلو خبرو کې وويل: په اسلامي نظام کې کار کول کټ مټ لکه د عبادت ترسره کول دي او موږ و تاسې چې هره ورځ په نظام کې د دندې له پاره راځو، نو دغه کار بايد په صداقت، تعهد، اخلاص، ايماندارۍ او د عبادت په نيت وکړو، نو هم به راڅخه الله پاک (ج) راضي وي او هم به مو ورځنۍ دنده په ښه ډول سره ترسره کړې وي.
    ښاغلي معراج زياته کړه: تاسې داسې فکر ونه کړئ چې موږ له بل ځای او يا بلې ادارې څخه راغلي يئ، بلکې د نظام ټولې ادارې يو ادارې دي او چې موږ ته هر چېرته د خدمت زمينه برابرېږي، نو په تجديدِ نيت او خلوص سره بايد هغه خدمت ترسره کړو او شکر الحمد لله اوس تاسې داسې ځای ته د خدمت له پاره راغلي يئ چې دلته کار کول د بيت المال او د نظام د پياوړتيا لامل کېږي او د ټول هېواد، ملت او نظام ملا ورتړو.
    د يادونې وړ ده چې دغه خدمتي کارکوونکي چې ټول ټال يو سل او درې کسه کېږي، د ماليې وزارت مقام د دفتر لوی رياست، د مالي او اداري لوی رياست، د پاليسيو د برنامو د تحليل لوی رياست، د داخلي تفتيش لوی رياست، د عامه پانگوالۍ او زېربناؤ لوی رياست، د بيمې او تکافل لوی رياست، د خزينې تقاعد لوی رياست او د همغږۍ، نظارت او گزارش ورکولو لوی رياست له لوري د عوايدو لوی رياست ته معرفي شوي دي.