• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست رهبرۍ د صنعت او سوداگرۍ وزارت له مسؤلينو سره غونډه وکړه

    3 دلو 1401
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست رهبرۍ د صنعت او سوداگرۍ وزارت له مسؤلينو سره غونډه وکړه
    ۰۱ رجب‌المرجب ۱۴۴۴/ ۰۳ سلواغه ۱۴۰۱
    دغه غونډه چې د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج په مشرۍ وشوه او د صنعت او سوداگرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو لوی رئیس ښاغلي محمد زبیر دین‌پرور په کې گډون درلود، د مخکېنيو کړنو په پرلپسېوالي او په برېښنايي ډول د مالیاتي مکلفيتونو د تصفیې لکه د (RMIS) سيسټم او د صنعت او سوداگرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو لوی ریاست د جوازونو د بيل د صدور سيسټم د نښلونې (Integration) او د معلوماتو د تصفيې (Data Cleanup) په اړه جوړه او ترسره شوه.
    د دغې کړنې د پلي کولو او ترسره کولو موخه دا ده چې په هېواد کې د متشبثینو د فعاليت د جوازونو کيفيت معياري او لوړ شي.