• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مولوي دوست محمد حقاني

    د تنفيذ او مالياتي اطاعت پذيرۍ رئيس
    مولوي دوست محمد حقاني د همېشه گل زوى او د حاجي عبدالغني لمسى چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د دهنِ قول سيمې اصلي اوسېدونکی دی او د همدغې سيمې په يوې مجاهدې او جهادپالې کورنۍ کې پر ۱۳۵۵ لمريز کال زېږېدلی دی.
    ښاغلي حقاني لومړنۍ زده‌کړې د هجرت په ديار کې تر اتم ټولگي پورې په بېلابېلو ښوونځيو کې لوستې او حاصلې کړې دي او تر دې وروسته يې ديني زده‌کړو ته مخ کړې ده چې د هجرت پر مهال په بېلابېلو مدرسو کې يې بشپړ لوستونه (درسونه) لوستي دي چې وړه دوره يې په “دارالعلوم نعمانيه” کې او غټه دوره يې “جامعۀ دارالعلوم حقانيه” کې لوستې دي او د ممتازې درجې سند يې ترې تر لاسه کړی دی.
    نوموړي له فراغت سره سم پر ۱۹۹۹ زېږديز کال چې د افغانستان اسلامي امارت حاکم ؤ، د کابل ولایت د نولسمه ناحيې د پلِ‌چرخي سيمې کې يې د انوارالصحابه (رضي الله عنهم) په نامه مدرسه فعاله کړه چې تر درېيو سوو پورې شاگردانو ته په کې د حفظ القرآن الكريم او هم د څلورمې درجې کتابونه د تدريس چارې ترسره کېدلې.
    مولوي حقاني تر دې وروسته د حقانيې مدرسې په انگړ کې له ښاغلي مفتي سيف الله حقاني سره د “تخصص في الفقه” په برخې کې تر ډېرې مودې درسونه ولوستل، خو د جهادي دورې بوختياؤ او بله خوا د هجرت په ديار کې د “دارالعلوم حنفيه” مدرسې سرپرستۍ د افتاء درسونه او زده‌کړې ترې پاتې کړې.
    کله چې دامريکا په مشرۍ صليبي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه او افغانستان يې اشغال کړ، ښاغلي حقاني د جهاد پر سپېڅلې فريضې مشغول شو چې جهادي فعالیت يې د هلمند ولايت له کجکي ولسوالۍ څخه پيل کړ او هلمند ولايت ته تر پرلپسې تشکيلونو وروسته د مشرانو د لزوم ديد پر بنسټ د پروان او کابل په مربوطاتو کې ډلگي فعال کړل او په ډېرو سختو حالاتو کې يې د کوه صافي ولسوالۍ او لويې لارې په مربوطاتو کې پرلپسې جهادي فعالیتونه شروع چې په دې دوران کې يې د افغانستان اسلامي امارت په صف کې لاندېني گڼ خدمتونه او مسؤليتونه ترسره کړي دي:
    – د کوه صافي ولسوالۍ مرستيال؛
    – د پروان او باميان ولایتونو د بنديانو مسؤل؛
    – د پروان ولایت د انتقالاتو مسؤل؛
    – د نظامي چارو کميسيون د مرکزي حلقې مسؤل؛
    – د کاپيسا ولايت نظامي مسؤل؛
    – د ختیزې حوزې د (۲۲) ولايتونو د انتقالاتو مسؤل؛
    – د پروان ولایت نظامي مسؤل؛
    – د پروان ولایت مرستيال.
    د افغانستان اسلامي امارت له لوري د افغانستان تر فتحې وروسته ښاغلی دوست محمد حقاني د مشرانو دلزوم دید له مخه په لومړي سر کې د پروان ولايت د مرستيالۍ دنده پر مخ يووړه او تر هغه وروسته بيا د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست کې د تنفيذ او مالياتي اطاعت پذيرۍ رئیس وټاکل شو چې لا تر دې دمه همدغه دنده پر مخ وړي.