• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د اسلامي هېوادونو د مالیاتي ادارو ټولنې آنلاین ویډیویي کنفرانس

    8 جدی 1401
    ۵ جمادي‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۸ مرغومی ۱۴۰۱ لمريز
    د افغانستان ا.ا. د مالیې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د اسلامي هېوادونو د مالیاتي ادارو ټولنې د غړيو هېوادونو له استازيو سره په آنلاین ویډیویي کنفرانس کې گډون وکړ.
    دغه آنلاین ویډیويي کنفرانس چې د اسلامي هېوادونو د مالیاتي ادارو ټولنې له خوا جوړ شوی ؤ، د افغانستان په استازولۍ د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست کفیل او عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج، د دغه رياست تخنيکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري او د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي ندا محمد صدیقي برخه اخيستې وه.
    د دې کنفرانس په پیل کې د اسلامي هېوادونو د مالياتي ادارو ټولنې رئیسې آغلې روغیه محمد صالح ټول گډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې په دې کنفرانس کې به پر دې بحث وشي چې څنگه کېدلی شي، د مالیاتو په برخې کې د غړيو هېوادونو تر مينځ ښه همغږي رامنځته کړي.
    د يادولو وړ ده چې په دې کنفرانس کې د دغې ټولنې دېرشو غړيو گډون درلود.