• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو خبرتیا

    د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې (۳۳) مادې له مخه ټول مالیاتي محاسبین چې مالیه ورکوونکيو ته په مالیاتي چارو کې د مالیاتي مشورو، د مالیاتي اسنادو د چمتو کولو، د محاسبې اړوند او نور مالیاتي خدمتونه وړاندي کوي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره ثبت او بايد د مالیاتي محاسبینو جواز ولري.
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کي لري چي د مالیاتي محاسبینو د ثبت او هغوی ته د جواز د ورکړې د شپږمې دورې بهير پیل کړي.
    په همدې موخه هغه کسان چې د لاندېنيو شرطونو لرونکي وي، له ۱۴۰۱/۱۰/۱ څخه تر ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ نېټې پورې د مالیې وزارت او د عوایدو لوی ریاست رسمي فېسبوکپاڼو یا رسمي وېبپاڼو ته مراجعه وکړي او يا دې د لاندېني لېنک په کېکاږلو سره په آنلاین بڼه خپله نوملیکنه وکړي.
    https://docs.google.com/forms/d/11IthxAgN297Ncbfeu5bttNo8c5iJM63zLNxQD_Jly8c/edit

    د مالیاتي محاسبینو د ثبت شرایط
    د مالیاتي چارو د ادارې قانون د (۳۳) مادې پر لومړۍ فقرې سربېره لاندېني شرایط باید د مالیاتي محاسب د ثبت له پاره په نظر کې ونیول شي:
    • شخص باید پر قانوني امورو مکلف وي؛
    • په اقتصاد، محاسبې، حقوق، ادارې او سوداگرۍ او (ACCA) کې د اسنادو په کتو لږ تر لږه د لېسانس تر کچې د لوړو زده‌کړو درلودونکی وي؛
    • د دولت رسمي او برحال کارکوونکی نه وي؛
    • د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی نه وي؛
    • شخص به بل شخصي شرکت نه لري چې د منافعو د تضاد مخنیوی شوی وي.

    د ازموینې پوښتنې
    (۱) مالیاتي قوانین، پر عایداتو باندې د مالیاتو لارښودونه، د مالیاتي چارو اداري لارښود او همدارنگه مالیاتي مقررات، طرزالعملونه او عمومي حکمونه؛
    (۲) د محاسبې اساسي اصول؛
    (۳) سوداگریزه محاسبه؛
    (۴) مدیریتي حسابداري؛
    (۵) مالي حسابداري؛
    (۶) د پانگونې او شرکتونو قانون، سوداگریز قوانین او نور مالي قوانین.
    د لا زیاتو معلوماتو له پاره په لاندېنۍ شمېرې او برېښليک سره اړيکه ټينگولی شئ.
    د اړیکو شمېره: ۰۲۰۲۹۲۴۹۱۵
    برېښليک: obaid.arabzai@mof.gov.af