• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د هوکړه‌ليکونو پر بنسټ د معافيت د غوښتنليک خبرتيا

    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رياست د کورنيو او بهرنيو سازمانونو يا شرکتونو ټولو ښاغليو څښتنانو او استازيو ته په درنښت خبر ورکوي چې د دغه رياست اړوند د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست د هوکړه‌ليکونو پر بنسټ د معافيت د غوښتنليک فورمه په نوي ډيزاين سره جوړه کړې ده چې له لاندې لېنک څخه يې ښکته کولی شي.
    https://ard.gov.af/file_download/493/Contract+Base+Exemption+Form.docx
    په دې اړوند د لا زياتو معلوماتو له پاره د شرکتونو ښاغلي څښتنان او د هغوی استازي اوومه گڼه لارښود چې سرليک يې “د دوو يا څواړخيزو هوکړه‌ليکونو پر بنسټ مالياتي معافيت” دی، لوستلی شي.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی