• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابينې په دولسمې غونډې کې د دولتي ارگانونو د دويمې ربعې د غيرمالياتي عوايدو پر ارزونې بحث وشو

    25 عقرب 1401
    ۲۱ ربيع‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۲۵ لړم ۱۴۰۱ لمريز
    د ا.ا.ا. د کابينې د دولسمه غونډه چې د چارو د ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال ښاغلي مولوي سيف الدين تائب تر رياست لاندې ترسره کېدله، دويمه موضوع يې د دولتي ارگانونو د دويمې ربعې د غيرمالياتي عوايدو ارزونه وه او پرېکړه يې داسې صراحت کوي:
    “ د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل کېږي چې د مالیې وزارت په ملتیا له هغو امارتي ارگانونو سره چې د دويمې ربعې په غیرمالیاتي عوایدو کې کسر لري، د ټاکل شویو موخو او د تر لاسه شویو عوایدو تر منځ د نسبت د ارزونې په موخه غونډې ترسره او بشپړه راپور دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.”
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلی معراج محمد معراج د غیرمالیاتي عوایدو د هغو اداراو په اړه معلومات ورکړل چې عوایدي کسر یی درلود او په خپلو خبرو کې يې وویل: په ټوله کې يو څلوېښت وزارتونه او ادارې د غیرمالیاتي عوایدو د راټولولو مسؤلیت لري چې د هغو له ډلې يوويشت ادارو تر ټاکل شوي عوایدي هدف زیات عواید راټول کړي او پاتې شل نورې ادارې خپلو ټاکليو موخو ته رسېدلې نه دي او دا چې د ا.ا.ا. د هېواد عواید له داخلي سرچینو څخه تر لاسه کوي، نو همدا عواید ملي‌ بوديجه تمویلوي چې اوسمهال پنځه څلوېښت (۴۵) ميلیارده افغانۍ د ملي بوديجې کسر لرو.
    ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: دا چې د غیرمالیاتي عوایدو د راټولولو مسؤلیت د وزارتونو او امارتي ادارو دی، نو وړاندیز کوو چې د وزارتونو او امارتي ادارو ټول مشران او اړوند کارکوونکي د عوایدو راټولول په خپل کاري اولؤیت کې ونیسي او لاندې برخې تطبیق کړي:
    – ټول وزارتونه او امارتي ادارې دې د مالیې وزارت په مرسته د عوایدو د ضایعاتو مخه ونیسي او هغه ساحې باید په گوته شي چې ملي عواید په کې ضایع کېږي؛
    – ټول ملي عواید په مرکز او ولایتونو کې د بانک له لارې راټول او د دولت واحد حساب ته انتقال شي؛
    – ټول وزارتونه او امارتي ادارې دې نوي عایداتي سرچينې ولټوي او تطبیق دې کړي چې ډېر عواید راټول او په شفاف ډول مديريت شي؛
    – د مرکز او ولایتونو او د ولایتونو او ولسوالیو تر منځ دې پوره همغږي او څارنه رامنځته شي چې په ټول هېواد کې عواید په سمه توگه راټول شي؛
    – له راټولو شویو عوایدو څخه باید په مستقیمه توگه لگښت ونه شي.
    د غونډې په پای کې د چارو د ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال ښاغلي مولوي سيف الدين تائب د غيرمالياتي عوايدو ټولو راټولوونکيو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو عوايدي موخو په تر لاسه کولو او د کسرونو په له منځه وړلو کې جدي هلې ځلې وکړي.