• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د رهبري پلاوي اوونيزه غونډه وکړه

    18 عقرب 1401
    ۱۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۸ لړم ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د رهبري پلاوي اوونيزه غونډه د دغه رياست د لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې د اړوندو رياستونو د رئيسانو او آمرينو په برخې اخيستو د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو تالار کې جوړه او ترسره شوه.
    په دې غونډې کې پر:
    ۱. د تېرې غونډې مينوټ ته کتنه؛
    ۲. د عوايدي پلان د تحقق په اړوند گزارش؛
    ۳. په سيسټم کې د ارقامو د تنظيم له پاره د اړوندو رياستونو د چارو او کړنو له پرمختگ څخه د ډاډېينې د تر لاسه کولو له پاره د رياستونو د (KPI) اړوند گزارش؛
    ۴. د مرکزي او ولايتي ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکيلاتي طرحې استول؛
    ۵. د عوايدو د پاليسۍ او حقوقي خدمتونو رياست له لوري د ۱۴۴۴/۰۳/۳۰ نېټې د (۹) گڼې غونډې د ۳-۸ پرېکړو ته د ځواب پر بنسټ بحث؛
    ۶. په مستوفيتونو کې د سيسټم او تخنيکي مسئلو نظارت؛ په ولايتونو کې د سېگټاس د محدوديتونو د لېرې کولو او د اصنافو د تثبيت او درجه بندۍ په برخو کې د اسانتياؤ پر چمتووالي؛
    باندې بحثونه، د نظرونو تبادله او پرېکړې وشوې او د عوايدو لوی رياست له لوري د فوق الذکر موضوعاتو په اړه اړينې لارښوونې وکړې.