• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د مالياتي محاسبينو له پاره د فعاليت د جواز د ورکړې ازموينه واخيسته

    18 عقرب 1401
    ۱۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۸ لړم ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري د مالياتي محاسبينو له پاره د جوازونو د ورکړې ازموينه د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت د گمرکاتو او مالياتو ملي آکاډمۍ کې واخيستل شوه.
    په هغې غونډې کې چې په همدې اړوند جوړه شوې وه، د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ښاغلي معراج محمد معراج خبرې وکړې او د مالياتي محاسبينو د فعاليت د جواز د اخيستنې د ازموينې غوښتونکيو ته وويل: د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست وياړ کوي چې د رڼې او آزادې سيالۍ د ازموينې له لارې د هېواد مالياتي مسئلو او د بيت المال د بنسټ د خونديينې په موخه خبر او تحصيل لرونکي محاسبين جذبوي او هغوی ته د فعاليت د جواز د ورکړې له پاره زمينه برابروي. مالياتي محاسب د مالياتي ادارې او شرکتونو تر مينځ اړيکوال پول دی او د هېواد د عوايدو لوی رياست هڅه کوي چې نارسمي اقتصاد له منځه يوسي او پر ځای يې رسمي اقتصاد ځايناستی کړي؛ له همدې امله د ژمنو او غښتليو مالياتي محاسبينو شتون د ماليه ورکوونکيو د سمې استازولۍ تضمين کوي او همدا راز دوی په خپل تعهد او وړتيا سره د بيت المال د حقوقو ساتنه او د شرکتونو له لوري د مالياتي فرار مخه نيولی شي. اوسمهال بايد زموږ هر وگړی زموږ د کورنيو له پاره د حلال رزق د موندلو تر څنگ دا درک کړې وي چې زموږ د هېواد اقتصاد پياوړی کړو او د دغه هېواد د آبادۍ او جوړولو مفکورې ته پياوړتيا وروبښو او خپره يې کړو. پر دې بايد يقين واوسي، هغه څوک چې د الله (ج) په وړاندې تعهد ولري، متعال الله (ج) هغه د سرلوړۍ او برياليتوب لوري ته بيايي. له بله پلوه، اسلامي نظام پر موږ ټولو حق لري چې دغه حق بايد د تعهد، تخصص او رښتينولۍ له مخه ترسره کړو. مالياتي محاسبين او مالياتي اداره له يو او بل سره همکار دي او زموږ گډ کار دا دی چې څه ډول په رڼه توگه ماليه راغونډه کړو. د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست تاسې ته د فعاليت جواز درکوي چې تاسې په اسانۍ سره په مالياتي ادارو کې د شرکتونو مالياتي مسئلې مخ ته يووړلی شئ او د هغوی استازولي وکړئ.
    ورپسې د عوايدو لوی رياست د عوايدو د پاليسۍ او حقوقي خدمتونو رئيس ښاغلي ندا محمد صديقي د دغه بهير تخنيکي مسئلې تشرېح کړې او ويې ويل: مالياتي محاسب د دولت کارکوونکی نه دی، بلکې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري د ازموينې تر تېرولو وروسته په مالياتي ادارو کې د شرکت د مالياتي مسئلو د اسانتيا په برخې کې د فعاليت له پاره د جواز د اخيستنې مستحق گرځي. د عوايدو لوی رياست په بشپړې روڼتيا سره د مالياتي محاسبينو د بهير پياوړتيا او ملاتړ غواړي او ستاسې په شتون سره د هېواد د مالياتو په برخې کې د نارسمي اقتصاد لمنه ورټوله شي. تاسې به د مالياتي محاسبينو په نامه سره د مشخص حقوقي وړتيا او مسؤليت او رسمي مهر څښتن وگرځئ.
    د ازموينې د بهير د نظارت په برخې کې د عوايدو لوی رياست د تنفيذ او مالياتي اطاعت پذيرۍ رئيس ښاغلي مولوي دوست محمد حقاني او د عوايدو لوی رياست نور منسوبين هم موجود وو.